اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ1
54-1 قیامت ډېر رانژدې شو او سپوږمۍ وچاودله
وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ2
54-2 او كه چېرې دوى كوم دلیل وویني (نو) اعراض كوي او وايي: دا خو راروان (قوي) جادو دى
وَكَذَّبُوا وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ ۚ وَكُلُّ أَمْرٍ مُسْتَقِرٌّ3
54-3 او تكذیب كوي او د خپلو خواهشاتو پیروي كوي او هر كار قرار نیونكى دى
وَلَقَدْ جَاءَهُمْ مِنَ الْأَنْبَاءِ مَا فِيهِ مُزْدَجَرٌ4
54-4 او یقینًا یقینًا دوى ته له خبرونو ځنې هغه راغلي دي چې په هغو كې (د دوى لپاره) زجر او سرزنش و
حِكْمَةٌ بَالِغَةٌ ۖ فَمَا تُغْنِ النُّذُرُ5
54-5 (دغه) ډېر كامل حكمت دى، پس (دوى ته) وېروونكي نفع نه رسوي
فَتَوَلَّ عَنْهُمْ ۘ يَوْمَ يَدْعُ الدَّاعِ إِلَىٰ شَيْءٍ نُكُرٍ6
54-6 نو ته له دوى نه مخ وګرځوه (او یاده كړه) هغه ورځ چې بلونكى به یو ناخوښه، (نااشنا) شي ته بلنه وكړي
خُشَّعًا أَبْصَارُهُمْ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ كَأَنَّهُمْ جَرَادٌ مُنْتَشِرٌ7
54-7 په دې حال كې چې د دوى سترګې به خړې خوارې وي، دوى به له قبرونو نه (داسې) راوځي ګویا كې دوى خواره واره ملخان دي
مُهْطِعِينَ إِلَى الدَّاعِ ۖ يَقُولُ الْكَافِرُونَ هَٰذَا يَوْمٌ عَسِرٌ8
54-8 د بلونكي په طرف به تلوار كوونكي وي، كافران به وايي: دا ډېره سخته ورځ ده
۞ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ9
54-9 له دوى نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى دى، نو دوى زمونږ د بنده (نوح) تكذیب وكړ او ويې ويل:(دا نوح) لېونى دى او (له تبلیغه) منع كړى شو (او سخت وځورول شو)
فَدَعَا رَبَّهُ أَنِّي مَغْلُوبٌ فَانْتَصِرْ10
54-10 نو ده له خپل رب نه دعا وغوښته، داسې چې بېشكه زه مغلوب (او عاجز) یم، نو ته (زما) انتقام (او بدله) واخله
فَفَتَحْنَا أَبْوَابَ السَّمَاءِ بِمَاءٍ مُنْهَمِرٍ11
54-11 نو مونږ د اسمان دروازې په ډېرو راتویدونكو اوبو سره پرانستلې
وَفَجَّرْنَا الْأَرْضَ عُيُونًا فَالْتَقَى الْمَاءُ عَلَىٰ أَمْرٍ قَدْ قُدِرَ12
54-12 او له ځمكې نه مو چینې روانې كړې، نو اوبه په هغه كار باندي سره یوځاى (او ګډې) شوې چې مقرر شوى و
وَحَمَلْنَاهُ عَلَىٰ ذَاتِ أَلْوَاحٍ وَدُسُرٍ13
54-13 او مونږ هغه (په داسې بېړۍ) سور كړ چې د پلنو تختو او پېړو میخونو والا وه
تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاءً لِمَنْ كَانَ كُفِرَ14
54-14 چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله (دا طوفان راغلى و) د هغه چا د بدلې (او امداد) لپاره چې بې قدري (او ناشكري) يې كړى شوې وه
وَلَقَدْ تَرَكْنَاهَا آيَةً فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ15
54-15 او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بېړۍ) یو دلیل پرېښوده، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ16
54-16 نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ17
54-17 او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو او پند اخيستلو لپاره) اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
كَذَّبَتْ عَادٌ فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ18
54-18 عادیانو تكذیب وكړ، نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا صَرْصَرًا فِي يَوْمِ نَحْسٍ مُسْتَمِرٍّ19
54-19 بېشكه مونږ په دوى باندې ډېر سخت باد راخوشې كړ د ډېر سخت سپېره والي په ورځ كې
تَنْزِعُ النَّاسَ كَأَنَّهُمْ أَعْجَازُ نَخْلٍ مُنْقَعِرٍ20
54-20 دغه (باد) به خلق (له ژورو پټو كندو نه) داسې را ایستل ګویا كې دوى له بېخه راوتلو د كجورو د ونو تنې دي
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ21
54-21 نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ22
54-22 او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته ؟
كَذَّبَتْ ثَمُودُ بِالنُّذُرِ23
54-23 ثمودیانو د وېروونكو (نبیانو) تكذيب وكړ
فَقَالُوا أَبَشَرًا مِنَّا وَاحِدًا نَتَّبِعُهُ إِنَّا إِذًا لَفِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ24
54-24 پس دوى وویل: ایا د يو داسې بشر چې زمونږ ځنې دى (او) یو دى، مونږ به د ده پیروي كوو؟ بېشكه مونږ به په دغه وخت كې خامخا په ګمراهۍ او لېونتوب كې یو
أَأُلْقِيَ الذِّكْرُ عَلَيْهِ مِنْ بَيْنِنَا بَلْ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٌ25
54-25 ایا زمونږ له مینځه په ده باندې وحي راوغورځولى شوه؟ (داسې نه ده) بلكې دى ډېر دروغجن دى، ډېر خود پسند (متكبر) دى
سَيَعْلَمُونَ غَدًا مَنِ الْكَذَّابُ الْأَشِرُ26
54-26 ژر به دوى سبا ته پوه شي چې ډېر دروغجن، ډېر تكبر كوونكى څوك دى
إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ فِتْنَةً لَهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ27
54-27 بېشكه مونږ د دوى د ازمېښت لپاره اوښې لره لېږونكي یو، نو ته دوى ته منتظر اوسه او ښه صبر كوه
وَنَبِّئْهُمْ أَنَّ الْمَاءَ قِسْمَةٌ بَيْنَهُمْ ۖ كُلُّ شِرْبٍ مُحْتَضَرٌ28
54-28 او دوى ته خبر وركړه چې بېشكه اوبه د دوى په مینځ كې تقسیم دي هر وار د اوبو ته به حاضري كول شي
فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطَىٰ فَعَقَرَ29
54-29 او دوى خپل ملګري ته اواز وكړ، نو هغه توره راواخيسته، پس د هغې لېنګي يې پرې كړل (بيا يې مړه كړه)
فَكَيْفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ30
54-30 نو زما عذاب او زما وېرول څنګه وو؟
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ صَيْحَةً وَاحِدَةً فَكَانُوا كَهَشِيمِ الْمُحْتَظِرِ31
54-31 بېشكه مونږ پر هغوى باندې یوه چغه راخوشې كړه، نو د شپول جوړوونكي د مات (او چوره) كړى شویو وښو په شان شول
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ32
54-32 او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
كَذَّبَتْ قَوْمُ لُوطٍ بِالنُّذُرِ33
54-33 د لوط قوم د وېروونكو تكذیب وكړ
إِنَّا أَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ حَاصِبًا إِلَّا آلَ لُوطٍ ۖ نَجَّيْنَاهُمْ بِسَحَرٍ34
54-34 بېشكه مونږ پر هغوى باندې كاڼي ویشتونكى باد راخوشې كړ ــ د لوط له كورنۍ نه غیر، مونږ دوى ته په پېشلمي كې نجات وركړ
نِعْمَةً مِنْ عِنْدِنَا ۚ كَذَٰلِكَ نَجْزِي مَنْ شَكَرَ35
54-35 زمونږ له جانبه د مهربانۍ په وجه، همداسې مونږ هغه چا ته بدله وركوو چې شكر وباسي
وَلَقَدْ أَنْذَرَهُمْ بَطْشَتَنَا فَتَمَارَوْا بِالنُّذُرِ36
54-36 او یقینًا یقینًا هغه (لوط) دوى زمونږ له نیولو نه وېرولي وو، پس دوى(د هغه) په وېرولو كې شك وكړ
وَلَقَدْ رَاوَدُوهُ عَنْ ضَيْفِهِ فَطَمَسْنَا أَعْيُنَهُمْ فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ37
54-37 او یقینًا یقینًا دوى له ده نه د ده د مېلمنو غوښتنه وكړه، نو مونږ د دوى سترګې (محوه) ړندې كړې، پس (دوى ته وویل شو چې) تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ
وَلَقَدْ صَبَّحَهُمْ بُكْرَةً عَذَابٌ مُسْتَقِرٌّ38
54-38 او یقینًا یقینًا په دوى باندې سهار وختي ثابت (او قرار نیونكى) عذاب راغى
فَذُوقُوا عَذَابِي وَنُذُرِ39
54-39 نو تاسو زما عذاب او زما وېرول وڅَكئ
وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ40
54-40 او یقینًا یقینًا مونږ قرآن د پند اخيستلو لپاره اسان كړى دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
وَلَقَدْ جَاءَ آلَ فِرْعَوْنَ النُّذُرُ41
54-41 او یقینًا یقینًا ال فرعون ته وېروونكي راغلي وو
كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذْنَاهُمْ أَخْذَ عَزِيزٍ مُقْتَدِرٍ42
54-42 (نو) دوى زمونږ د ټولو دلیلونو (معجزو) تكذیب وكړ، نو مونږ دوى ونیول، د ډېر غالب او ښه ذات په نیولو سره
أَكُفَّارُكُمْ خَيْرٌ مِنْ أُولَٰئِكُمْ أَمْ لَكُمْ بَرَاءَةٌ فِي الزُّبُرِ43
54-43 (اى عربو!) ايا ستاسو كفار له دغو (ړومبنو كفارو) نه ډېر غوره دي، یا تاسو لپاره په كتابونو كې خلاصى (راغلى) دى؟
أَمْ يَقُولُونَ نَحْنُ جَمِيعٌ مُنْتَصِرٌ44
54-44 یا دوى وايي چې مونږ بدله اخيستونكې ډله یو
سَيُهْزَمُ الْجَمْعُ وَيُوَلُّونَ الدُّبُرَ45
54-45 دغه جمع (ډله) به یقینًا یقینًا ماته كړى شي او دوى به شاګانې وګرځوي
بَلِ السَّاعَةُ مَوْعِدُهُمْ وَالسَّاعَةُ أَدْهَىٰ وَأَمَرُّ46
54-46 بلكې قیامت د دوى د وعدې ځاى دى او قیامت ډېر سخت او ډېر تریخ دى
إِنَّ الْمُجْرِمِينَ فِي ضَلَالٍ وَسُعُرٍ47
54-47 بېشكه مجرمان په ګمراهۍ او لمبې وهونكي اور كې دي
يَوْمَ يُسْحَبُونَ فِي النَّارِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمْ ذُوقُوا مَسَّ سَقَرَ48
54-48 په هغې ورځ كې چې دوى به په خپلو مخونو په اور كې راښكلى شي (او ویلى به شي چې) تاسو د دوزخ رسېدل وڅكئ
إِنَّا كُلَّ شَيْءٍ خَلَقْنَاهُ بِقَدَرٍ49
54-49 بېشكه مونږ هر شي لره، مونږ هغه په (ازلي) اندازې سره پیدا كړى دى
وَمَا أَمْرُنَا إِلَّا وَاحِدَةٌ كَلَمْحٍ بِالْبَصَرِ50
54-50 او زمونږ امر نه دى مګر یو ځل دى، لكه د سترګو رپول
وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا أَشْيَاعَكُمْ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ51
54-51 او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو مشابه (او نظاير) هلاك كړي دي، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟
وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ52
54-52 او هر هغه شى (كار) چې دوى كړى دى، په كتابونو كې دى
وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُسْتَطَرٌ53
54-53 او هر وړوكى او لوى (عمل) لیكل شوى دى
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ54
54-54 بېشكه متقیان به په باغونو او ويالو كې وي
فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ55
54-55 د راستۍ په مجلس كې به وي، له لوى قدرت لرونكي بادشاه سره