سورت 54 · جزء 27

سورة القمر · 54:14

تَجْرِي بِأَعْيُنِنَا جَزَاءً لِمَنْ كَانَ كُفِرَ

54-14 چې زمونږ د سترګو په وړاندې ګرځېدله (دا طوفان راغلى و) د هغه چا د بدلې (او امداد) لپاره چې بې قدري (او ناشكري) يې كړى شوې وه

تفسیر

دغه کښتۍ د اوبو په مستو څپو کې زموږ د سترګو او ساتنې په وړاندې چلېدله، د هغه نوح د مرستې په موخه چې قوم يې درواغجن ګڼلی و، او هغوی پر هغه څه کفر کړی وو چې نوح ورته د الله له لوري ورسره راغلی و.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ