سورت 54 · جزء 27
سورة القمر · 54:9
۞ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ فَكَذَّبُوا عَبْدَنَا وَقَالُوا مَجْنُونٌ وَازْدُجِرَ
54-9 له دوى نه مخكې د نوح قوم تكذیب كړى دى، نو دوى زمونږ د بنده (نوح) تكذیب وكړ او ويې ويل:(دا نوح) لېونى دى او (له تبلیغه) منع كړى شو (او سخت وځورول شو)
تفسیر
ای رسوله! له دغو ستا د بلنې له درواغ ګڼونکو مخکې د نوح قوم درواغ ګڼلي وو، نو هغوی نوح عليه السلام درواغجن وګڼلو کله مو چې ور ولېږلو، او د هغه په اړه يې وويل: هغه لېونی دی، په ډول ډول ښکنځلو، بدردويلو او کواښو يې و راټه کله چې هغه يې بلنه پرې نه ښوده.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ