سورت 54 · جزء 27

سورة القمر · 54:27

إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ فِتْنَةً لَهُمْ فَارْتَقِبْهُمْ وَاصْطَبِرْ

54-27 بېشكه مونږ د دوى د ازمېښت لپاره اوښې لره لېږونكي یو، نو ته دوى ته منتظر اوسه او ښه صبر كوه

تفسیر

ای صالحه! پرته له شکه موږ د هغوی د ازمويښت لپاره له لويې ډبرې څخه د يوې اوښې را اېستونکي او لېږونکي يو او پر هغه څه څارنه کوه چې هغوی يې کوي او څه چې پرې کيږي او د هغوی پر آزار رسولو صبر کوه.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ