سورت 7 · جزء 8

سورة الأعراف · 7:43

وَنَزَعْنَا مَا فِي صُدُورِهِمْ مِنْ غِلٍّ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهِمُ الْأَنْهَارُ ۖ وَقَالُوا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي هَدَانَا لِهَٰذَا وَمَا كُنَّا لِنَهْتَدِيَ لَوْلَا أَنْ هَدَانَا اللَّهُ ۖ لَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُ رَبِّنَا بِالْحَقِّ ۖ وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ

7-43 او مونږ به د دوى په سينو كې پرته كينه راوباسو، د دوى له لاندې به ولې بهېږي، او دوى به وايي: ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې، یقینًا یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول

تفسیر

او د پوره نعمتونو د دوی نه به په جنت کې دا وي چې د دوی د زړونو نه الله تعالی هغه کینه او حسد ویستلی چې په دوی کې وه، او روان کړي یې دي لاندې (د ماڼیو او ونو) د دوی نهرونه، او دوی به د الله تعالی په دې لورینه اعتراف وکړي او وبه وایې: ټول ثنا او صفت الله تعالی لره دی؛ هغه ذات چې مونږ ته یې توفیق د دې نیک کار د کولو راکړ چې مونږ یې دې مرتبې ته راورسولو، او نه وو مونږ چې رسیدلی دې وي د خپل ځان د طرف نه که چیرته الله تعالی مونږ ته د دې توفیق نه و راکړی، بیشکه راغلي وو مونږ ته پیغمبران د رب زمونږه په حق سره هغه چې هیڅ شک پکې نه و او په ریښتینې سره وو په وعدو او ویرو (عذاب) کې، او په دوی کې یو اواز کوونکي اواز وکړ: چې یقینا دا هغه جنت دی چې زما پیغمبرانو پرې تاسو په دنیا کې خبر کړي وئ، الله تعالی تاسو ته دا درکړ په سبب د هغو نیکو عملونو چې تاسو کول، هغه چې تاسو به پرې د الله تعالی مخ لټاوه.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ