سورت 7 · جزء 8
سورة الأعراف · 7:42
وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَا نُكَلِّفُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ ۖ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ
7-42 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه د وَس مطابق، دغه كسان د جنت ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
تفسیر
او هغه کسان چې په خپل رب یې ایمان راوړی او عملونه یې کړي نیک عملونه هغه چې د هغوی وسه او طاقت و -او نه مکلف کوي الله تعالی هیڅ یو نفس لره زیات د هغه د وسې او طاقت نه- دغه کسان خاوندان د جنت دي چې ورننوځي به ورته؛ همیشه به وي دوی په دې کې همیشه.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ