سورت 82 · جزء 30

سورة الإنفطار · 82:6

يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ مَا غَرَّكَ بِرَبِّكَ الْكَرِيمِ

82-6 اى (كافره) انسانه! ته په خپل كریم (او سخي) رب باندې څه شي دوكه كړى يې

تفسیر

اې پر خپل پالونکي کافر انسانه! څه شي داسې ګرځولی يې چې د خپل پالونکي له امر سرغړونه کوې کله چې هغه مهلت درکړ او په سزا درکولو کې يې له خپل لوري د مهربانۍ له مخې بيړه ونه کړه.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ