سورت 74 · جزء 29

سورة المدثر · 74:16

كَلَّا ۖ إِنَّهُ كَانَ لِآيَاتِنَا عَنِيدًا

74-16 هیڅكله هم نه، بېشكه دى زمونږ له ایتونو سره ډېر عناد كوونكى (مخالف) و

تفسیر

چاره به داسې نه وي لکه څنګه چې هغه فکر کړی، پرته له شکه هغه زموږ پر رسول زموږ لخوا د نازل کړل شويو آيتونو لپاره ضد کوونکی د هغو درواغ ګڼونکی و.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ

سورة المدثر 74:16 · Tlawati