سورت 7 · جزء 8

سورة الأعراف · 7:48

وَنَادَىٰ أَصْحَابُ الْأَعْرَافِ رِجَالًا يَعْرِفُونَهُمْ بِسِيمَاهُمْ قَالُوا مَا أَغْنَىٰ عَنْكُمْ جَمْعُكُمْ وَمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ

7-48 او د اَعراف ملګري به داسې سړیو ته اواز وكړي چې دوى به يې په خپلو نښو سره پېژني، دوى به (ورته) وايي: تاسو ته نه خو ستاسو ډلې فايده درورسوله او (نه) هغه چې تاسو به تكبر كاوه

تفسیر

او اواز به وکړي د اعراف والا څه سړو ته د اور والاو د کافرانو نه چې پیژني به دوی په خپلو نښو باندې لکه د مخونو توروالی او د سترګو شینوالی دوی ته به وایې: فایده درنه کړه تاسو لره جمع کولو د مالونو او ډیروالي د سړو، او فایده درنه کړه تاسو ته ستاسو مخ اړولو د حق نه د لویۍ او ځان اوچتوالی د وجې نه.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ