سورت 66 · جزء 28
سورة التحريم · 66:11
وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا لِلَّذِينَ آمَنُوا امْرَأَتَ فِرْعَوْنَ إِذْ قَالَتْ رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ وَنَجِّنِي مِنْ فِرْعَوْنَ وَعَمَلِهِ وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
66-11 او الله د ایمان راوړونكو لپاره یو بل مثال بیانوي: د فرعون ښځه ده، كله چې هغې وویل: اى زما ربه! ته ما ته زما لپاره خپلې خوا كې په جنت كې یو كور جوړ كړه او ته ما له فرعون او د هغه له عمل نه خلاصه كړه او ته ما ته له ظالم قوم نه نجات راكړه
تفسیر
او د هغو کسانو لپاره چې پر الله او د هغه پر رسول يې ايمان راوړی الله داسې بېلګه بيانوي چې د هغوی له کافرانو سره اړيکه کوم زيان نه ورته رسوي، او ترڅو چې پر حق ولاړ وي په هغوی کې اغېز نه کوي د فرعون د مېرمنې حال کله يې چې وويل: اې زما پالونکیه، ستا سره په جنت کې ماته يو کور جوړ کړه، او د فرعون له زور او ولکې مې وساته، او د هغه له ناوړه کارونو څخه، او له هغه قوم څخه مې وساته چې په سرکښۍ او ظلم کې د هغه په پيروۍ سره پر ځانونو ظلم کوونکي دي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ