سورت 65 · جزء 28
سورة الطلاق · 65:4
وَاللَّائِي يَئِسْنَ مِنَ الْمَحِيضِ مِنْ نِسَائِكُمْ إِنِ ارْتَبْتُمْ فَعِدَّتُهُنَّ ثَلَاثَةُ أَشْهُرٍ وَاللَّائِي لَمْ يَحِضْنَ ۚ وَأُولَاتُ الْأَحْمَالِ أَجَلُهُنَّ أَنْ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا
65-4 او هغه ښځې چې ستاسو په ښځو كې د حیض له راتلو نه ناامېده شوي دي كه چېرې تاسو شك وكړئ، نو د دوى عدت درې میاشتې دى او هغه (جینكۍ) چې لا حايضه شوې نه وي او امېدوارې (حامله) ښځې (چې دي) د دوى عدت دا دى چې حمل (بچى) وزېږوي او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي
تفسیر
او هغه طلاق شوې ښځې چې د حيض (مياشتنۍ ناروغۍ) څخه د زيات عمر له امله نا هيلې شوې وي، که چېرې د هغوی په عدت کې په شک کې شوئ؛ د هغوی عدت درې مياشتې دی، او کومې مېرمنې چې تر اوسه د کم عمرۍ له امله د حيض (مياشتنۍ ناروغۍ) عمر ته نه وي رسېدلې د هغوی عدت همدغه (درې مياشتې) دی، او د بلاربو مېرمنو عدت د طلاق يا مېړه د مړينې له امله دادی چې کله خپل بار(حمل) کېږدي، او څوک چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وېريږي، الله به يې چارې ورته اسانه کړي او هره ستونزه به ورته اسانه کړي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ