سورت 6 · جزء 7
سورة الأنعام · 6:93
وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا أَوْ قَالَ أُوحِيَ إِلَيَّ وَلَمْ يُوحَ إِلَيْهِ شَيْءٌ وَمَنْ قَالَ سَأُنْزِلُ مِثْلَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ ۗ وَلَوْ تَرَىٰ إِذِ الظَّالِمُونَ فِي غَمَرَاتِ الْمَوْتِ وَالْمَلَائِكَةُ بَاسِطُو أَيْدِيهِمْ أَخْرِجُوا أَنْفُسَكُمُ ۖ الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنْتُمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ وَكُنْتُمْ عَنْ آيَاتِهِ تَسْتَكْبِرُونَ
6-93 او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا وايي چې ما ته وحي شوې ده ! حال دا چې هغه ته هېڅ شى نه وي وحي شوى او له هغه چا نه (بل لوى ظالم څوك دى) چې وايي: ژر دى زه به (هم) نازل كړم د هغه په مثل چې الله نازل كړى دى ! او كه چېرې ته ووینې كله چې ظالمان د مرګ په سختیو كې (ګېر) وي او ملايكو خپل لاسونه وراوږده كړي وي (او ورته وايي) تاسو خپلې ساه ګانې راوباسئ، نن ورځ به تاسو ته د سپكوونكي عذاب سزا دركولى شي، په سبب د هغې ناحقه وینا چې تاسو به په الله باندې تپله، او تاسو به د ده د ایتونو له قبلولو نه انكار او تكبر كاوه
تفسیر
نشته هیڅوک ډیر ظلم کوونکی د هغه چا نه چې جوړوي په الله تعالی باندې دروغ داسې چې وایې: بیشکه نه دی رالیږلی الله تعالی په هیڅ یو انسان باندې هیڅ شي د وحې نه، او یا داسې دروغ وایې چې: بیشکه الله تعالی ده ته وحې کړې ده، او په تحقیق سره الله تعالی ده ته هیڅ وحې نه وي کړي، او یا وایې: خامخا زه به نازل کړم د هغه قرآن په شان کوم چې الله تعالی نازل کړی، او که ته ووینې -ای پیغمبره- کله چې به رسیږي دې ظالمانو ته د مرګ سختۍ، او ملایکې اوږدوونکي وي خپلو لاسونو لره دوی ته په سزا ورکولو او وهلو سره، دوی ته به د رټنې په ډول وایې: خپلې ساګانې راوباسئ چئ مونږ یې درنه واخلو، په دې ورځ کې به رسیږي تاسو ته داسې عذاب چې تاسو به سپکوي او ذلیله کوي به مو په سبب د هغه چې تاسو تړل په الله تعالی باندې د دروغو نه په دعوه د پیغمبرۍ کې او په رالیږلو د وحې کې (په تاسو) او په رالیږلو د وحې د هغې وحې په شان چې کومه الله تعالی رالیږلې، او په سبب د لویې کولو ستاسو د ایمان راوړلو نه د هغه په ایتونو، نو که چیرته ته دا حال وویني خامخا ته به ووینې ډیر بد او قبیحه کار لره.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ