سورت 59 · جزء 28

سورة الحشر · 59:5

مَا قَطَعْتُمْ مِنْ لِينَةٍ أَوْ تَرَكْتُمُوهَا قَائِمَةً عَلَىٰ أُصُولِهَا فَبِإِذْنِ اللَّهِ وَلِيُخْزِيَ الْفَاسِقِينَ

59-5 د كجورو هره هغه ونه چې تاسو پرې كړه، یا مو هغه په خپلو بېخونو ولاړه پرېښوده، نو (دغه) د الله په حكم سره دي او د دې لپاره چې هغه (الله) دغو فاسقانو (كافرانو) لره رسوا (او ذلیله) كړي

تفسیر

اې د مؤمنانو ډلې! تاسې چې کومې د خرما ونې پرې کړې، د دې لپاره چې د بنو نضير په غزا کې د الله دښمنان په غوسه کړئ، او يا مو په خپلو تنو همداسې ولاړې پرېښودې د دې لپاره چې ګټه ترې واخلئ، دا د الله په امر سره و، دا په ځمکه کې ورانکاري نه وه لکه هغوی چې فکر کړی، ترڅو الله پرې له خپلې پيروۍ وتلي هغه يهود - چې ژمنه يې ماته کړې د وفا په مقابل کې يې د دوکې لاره غوره کړې ده - رسوا کړي.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ