سورت 59 · جزء 28

سورة الحشر · 59:2

هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ ۚ مَا ظَنَنْتُمْ أَنْ يَخْرُجُوا ۖ وَظَنُّوا أَنَّهُمْ مَانِعَتُهُمْ حُصُونُهُمْ مِنَ اللَّهِ فَأَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا ۖ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ ۚ يُخْرِبُونَ بُيُوتَهُمْ بِأَيْدِيهِمْ وَأَيْدِي الْمُؤْمِنِينَ فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ

59-2 دى هغه ذات دى چې كتابي كافران يې له خپلو كورونو نه ووېستل په اول وېستلو كې، تاسو دا ګمان نه كاوه چې دوى به ووځي او دوى ګمان كاوه چې د دوى قلاګانې دوى لره د الله (له عذاب) نه منع كوونكې (او ساتونكې) دي، نو الله دوى ته له هغه ځایه راغى چې دوى (يې) خیال هم نه كاوه او د دوى په زړونو كې يې رعب واچاوه، دوى خپل كورونه په خپلو لاسونو او د مومنانو په لاسونو ورانول، نو اى د سترګو خاوندانو! تاسو عبرت واخلئ

تفسیر

(الله) همغه ذات دی چې کومو بنو نضيرو پر الله کفر کړی و او د هغه رسول محمد صلی الله عليه وسلم يې درواغجن ګڼلی و، په مدينه کې يې له کورونو په لومړنۍ اېستنه له مدينې څخه شام ته واېستل، او هغوی د اهل تورات له يهودو څخه وو، وروسته د ژمنې تر ماتولو او د هغه پر خلاف له مشرکانو سره تر يوځای کېدلو، هغوی يې د شام ځمکې ته و اېستل، په داسې حال کې چې اې مؤمنانو! تاسو ګومان نه کولو چې هغوی دې له کورونو څخه و اېستل شي، ځکه هغوی عزت او ځواک لرلو، او هغوی په خپله هم ګومان کولو چې د هغوی مضبوطې کلاګانې به هغوی د الله له نيونې او عذاب څخه وساتي، خو د الله عذاب له هغه لوري پرې راغی چې د راتګ اټکل يې هم نه و کړی، کله يې چې رسول ته د هغوی د وژلو او له کورونو څخه د اېستلو امر وکړ، او الله د هغوی په زړونو کې سخته وېره ورواچوله، هغوی خپل کورونه له ننې خوا نړول ترڅو مسلمانان ګټه ترې وانخلي، او مسلمانانو له بېرونه نړول، نو اې د سترګو څښتنانو له هغه څه پند واخلئ چې پر هغوی د خپل کفر له امله راغلل، د هغوی غوندې مه کېږئ، چې د هغوی سزا او عذاب به ترلاسه کړئ کوم چې هغوی ته ورکړل شو.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ