سورت 57 · جزء 27
سورة الحديد · 57:5
لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَإِلَى اللَّهِ تُرْجَعُ الْأُمُورُ
57-5 خاص هم ده لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او خاص الله ته ټول كارونه ورګرځولى شي
تفسیر
يوازې هغه لره د آسمانونو پاچايي ده او د ځمکې پاچايي ده، او يوازې هغه لره چارې ورکرځول کيږي، نو د قيامت په ورځ به له مخلوقاتو سره حساب وکړي، او پر کړنو به يې بدله ورکړي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ