سورت 55 · جزء 27

سورة الرحمن · 55:41

يُعْرَفُ الْمُجْرِمُونَ بِسِيمَاهُمْ فَيُؤْخَذُ بِالنَّوَاصِي وَالْأَقْدَامِ

55-41 مجرمان به په خپلو نښو سره پېژندلى شي، نو (د مجرمانو) وچولي او قدمونه به ونیولى شي

تفسیر

د قيامت په ورځ به ګناهکاران پر نښو يې پېژندل کيږي چې د مخونو توروالی او سترګو شينوالی دی، نو تندي به يې له پښو سره يوځای کړل کيږي او بيا به دوزخ خواته کشول کيږي.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ