سورت 5 · جزء 7

سورة المائدة · 5:84

وَمَا لَنَا لَا نُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَمَا جَاءَنَا مِنَ الْحَقِّ وَنَطْمَعُ أَنْ يُدْخِلَنَا رَبُّنَا مَعَ الْقَوْمِ الصَّالِحِينَ

5-84 او مونږ لره څه دي چې پر الله به ایمان نه راوړو او پر هغه حق چې مونږ ته راغلى دى، حال دا چې مونږ د دې طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ د نېكانو خلقو په ډله كې داخل كړي

تفسیر

او کوم یو سبب دی چې حایل به شي زمونږ او د ایمان راوړلو نه په الله تعالی باندې او په هغه حق چې نازل کړی يي دی هغه چې محمد -صلی الله علیه وسلم- پرې راتګ کړی! او مونږ امید او هیله لرو جنت ته د ننوتلو د پیغمبرانو او د هغوی د تابعدارانو سره هغه چې غاړه کیښودونکی دي الله تعالی ته ویریدونکي دي د هغه له عذاب نه.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ