سورت 5 · جزء 6
سورة المائدة · 5:39
فَمَنْ تَابَ مِنْ بَعْدِ ظُلْمِهِ وَأَصْلَحَ فَإِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيْهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ
5-39 نو چا چې له خپل ظلم نه پس توبه وكړه او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو بېشكه الله د ده توبه قبلوي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
تفسیر
نو پس چاچې توبه وویستله الله تعالی ته د خپلې غلا څخه، او برابر یې کړ خپل عمل، نو بیشکه الله تعالی رجوع د رحمت کوي په ده باندې د خپلې مهربانۍ له مخې؛ دا ځکه چې بیشکه الله تعالی بخښنه کوونکی دی د ګناهونو د خپلو هغو بندګانو چې توبه یې ویستلې وي، رحم کوونکی دی په هغوی، لیکن د هغوی څخه حد نه کوزیږي په توبې سره کله چې خبره واکدار ته ورسیږي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ