سورت 48 · جزء 26
سورة الفتح · 48:4
هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَعَ إِيمَانِهِمْ ۗ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۚ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا
48-4 دغه (الله) هغه ذات دى چې د مومنانو په زړونو كې يې سكون (اطمینان) نازل كړ، د دې لپاره چې دوى د خپل (مخكیني) ایمان سره د ایمان په لحاظ نور ورزیات شي او خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې لښكرې دي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
تفسیر
الله همغه ذات دی چې ثبات او ډاډ يې د مؤمنانو په زړونو کې وراچولی ترڅو ايمان ته یې ايمان ور زيات کړي، او يوازې الله لره د آسمانونو او ځمکې لښکرې دي، له بندګانو چې چاته وغواړي مرسته يې پرې کوي، او الله د خپلو بندګانو پر مصلحتونو ښه پوه دی او کومه مرسته او تاييد چې کوي په هغو کې ښه حکمت والا دی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ