سورت 48 · جزء 26
سورة الفتح · 48:19
وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا ۗ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا
48-19 او ډېر غنیمتونه چې دوى به هغه راحاصل كړي او الله له همېشه ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
تفسیر
او هغوی ته يې ډېرې ولجې ورکړې چې د خيبر له خلکو يې ترلاسه کوي، او الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل پيدايښت[دمخلوق په پیدایښت]، تقدير او تدبير کې د حکمت څښتن دی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ