سورت 43 · جزء 25
سورة الزخرف · 43:67
الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ
43-67 په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه
تفسیر
هغه کسان چې په کفر او لارورکۍ کې د یو او بل سره دوستان او ملګري دي هغوی به د قيامت په ورځ يو د بل دښمنان وي، پرته له هغو خلکو چې د الله د امرونو د پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو له الله ډارېږي، چې د هغوی دوستي به تلپاتې وي او نه به ختميږي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ