سورت 42 · جزء 25

سورة الشورى · 42:5

تَكَادُ السَّمَاوَاتُ يَتَفَطَّرْنَ مِنْ فَوْقِهِنَّ ۚ وَالْمَلَائِكَةُ يُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَيَسْتَغْفِرُونَ لِمَنْ فِي الْأَرْضِ ۗ أَلَا إِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ

42-5 اسمانونه دې ته نژدې دي چې د خپل له پاسه نه وچوي او ملايك د خپل د رب ستاينې سره تسبیح وايي او د هغه چا لپاره مغفرت غواړي چې په ځمكه كې دي. خبردار شئ! بېشكه الله، هم دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

تفسیر

د هغه پاک ذات له لويۍ څخه نېږدې ده چې آسمانونه سره له خپل لوی والي او لوړوالي د ځمکې له پاسه وچوي، او پرېښتې د خپل پالونکي پاکي بيانوي، په عاجزۍ او درناوي هغه لره د ستاينې په حال کې تعظيم کوي، او هغه چا لره چې په ځمکه کې دي له الله څخه بښنه غواړي، خبر اوسئ همغه الله د خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه ورته وباسي بښونکی او پر هغوی مهربانه دی.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ