سورت 41 · جزء 24

سورة فصلت · 41:9

۞ قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَنْدَادًا ۚ ذَٰلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ

41-9 ته (دوى ته) ووایه: ایا په رښتیا تاسو خامخا كافران كېږئ په هغه ذات چې ځمكه يې په دوه ورځو كې پیدا كړه او تاسو د هغه لپاره شریكان جوړوئ. دغه خو رب العالمین دى

تفسیر

ای رسوله! د مشرکانو د غندلو په توګه ووايه: ولې تاسو له هغه الله څخه انکار کوئ چې ځمکه يې په دوو ورځو کې پيداکړه: د يک شنبې او دوشنبې په ورځ، او هغه لره داسې سيالان نيسئ چې له هغه پرته يې عبادت کوئ؟! دغه د ټولو مخلوقاتو پالونکی دی.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ