سورت 40 · جزء 24

سورة غافر · 40:6

وَكَذَٰلِكَ حَقَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّهُمْ أَصْحَابُ النَّارِ

40-6 او همداسې ستا د رب خبره په هغو كسانو لازمه شوې ده چې كافران شوي دي، چې بېشكه دوى د اور ملګري دي

تفسیر

لکه څنګه چې الله د دغو درواغ ګڼونکو امتونو د تباهۍ پرېکړه وکړه، ای رسوله! ثابت شوې ستا درب فیصله په کافرانو چې یقینا جهنمیان به وي

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ