سورت 40 · جزء 24
سورة غافر · 40:4
مَا يُجَادِلُ فِي آيَاتِ اللَّهِ إِلَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَا يَغْرُرْكَ تَقَلُّبُهُمْ فِي الْبِلَادِ
40-4 د الله په ایتونو كې جګړې نه كوي مګر هغه كسان چې كافران شوي دي، نو په ښارونو كې د دوى تګ راتګ دې تا تېر نه باسي
تفسیر
د الله پر يووالي او د رسولانو پر رېښتينولۍ يې دلالت کوونکو آيتونو کې يوازې هغه کسان جګړې کوي چې د خپلو عقلونو د خرابوالي له امله يې پر الله کفر کړی وي، نو پر هغوی مه خپه کېږه، او نه دې پر هغوی د روزۍ او پېرزوينو پراخوالی تا په دوکه کې اچوي ، د هغوی همداسې پرېښودل د هغوی لپاره استدراج او له هغوی سره چل دی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ