سورت 40 · جزء 24

سورة غافر · 40:21

۞ أَوَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرُوا كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الَّذِينَ كَانُوا مِنْ قَبْلِهِمْ ۚ كَانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّةً وَآثَارًا فِي الْأَرْضِ فَأَخَذَهُمُ اللَّهُ بِذُنُوبِهِمْ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ وَاقٍ

40-21 ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و، چې له دوى نه مخكې وو، هغوى له دوى نه په قوت كې او په ځمكه كې د نښو(او یادګارونو) په لحاظ ډېر سخت (او مضبوط) وو، نو الله دوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او د دوى لپاره له الله نه هیڅوك بچ كوونكى نه و

تفسیر

آيا دغه مشرکان په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، فکر به يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د درواغ ګڼونکو امتونو پايله څنګه وه؟ پايله يې ډېره بده وه، دغه امتونه د ځواک له پلوه له دوی زيات وو، په ځمکه يې د شيانو په جوړولو داسې اغېز کړی وو، چې دغو خلکو پرې نه دی کړی، خو الله د هغوی د ګناهونو له امله يې تباه کړل، چې د الله له عذابه د هغوی لپاه هيڅ منع کوونکی نشته تر څو يې ترې منع کړی وای.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ