سورت 40 · جزء 24

سورة غافر · 40:2

تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ

40-2 د كتاب نازلول د الله له جانبه دي چې ډېر غالب، ښه پوه دى

تفسیر

د قرآن نازلیدل د هغه غالب الله له لوري پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم، چې هيڅوک پرې نه شي برلاسی کیدلی او د خپلو بنده ګانو پر مصلحتونو ښه پوهه لرل.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ