سورت 4 · جزء 5
سورة النساء · 4:38
وَالَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ رِئَاءَ النَّاسِ وَلَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ ۗ وَمَنْ يَكُنِ الشَّيْطَانُ لَهُ قَرِينًا فَسَاءَ قَرِينًا
4-38 او (نه) هغه كسان (خوښوي) چې خلقو ته د ځان ښودلو لپاره خپل مالونه خرچ كوي او پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان نه راوړي او هغه څوك چې د هغه ملګرى شیطان وي، نو هغه بد ملګرى دى
تفسیر
او همدارنګه مونږ عذاب تیار کړی د هغه چا لپاره چې خرچ کوي مالونه خپل د دې لپاره چې خلک ئې وویني او صفت یې وکړي، او دوی ایمان نه لري په الله تعالی، او نه په ورځې د قیامت؛ تیار کړی دی مونږ د هغوئ لپاره دا شرموونکی عذاب، او نه وو ګمراه کړي دوی لره مګر تابعداري کول د دوی شیطان لره، او څوک چې وي شیطان هغه لره ملګری نو ډیر بد ملګری دی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ