سورت 4 · جزء 6
سورة النساء · 4:150
إِنَّ الَّذِينَ يَكْفُرُونَ بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيُرِيدُونَ أَنْ يُفَرِّقُوا بَيْنَ اللَّهِ وَرُسُلِهِ وَيَقُولُونَ نُؤْمِنُ بِبَعْضٍ وَنَكْفُرُ بِبَعْضٍ وَيُرِيدُونَ أَنْ يَتَّخِذُوا بَيْنَ ذَٰلِكَ سَبِيلًا
4-150 بېشكه هغه كسان چې په الله او د هغه په رسولانو كافران كېږي او دوى غواړي چې د الله او د هغه د رسولانو په مینځ كې بېلتون وكړي او دوى وايي چې مونږ پر ځینو (رسولانو) ایمان راوړو او په ځینو كافر كېږو او دوى غواړي چې د دې (اسلام او كفر) په مینځ كې (بله) لار ونیسي
تفسیر
پرته له شکه هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی او غواړي د الله او د هغه د رسولانو ترمنځ بېلوالی راولي داسې چې پر هغه ايمان راوړي او رسولان يې درواغجن ګڼي او وايي: موږ پر ځينو رسولانو ايمان لرو او له ځينو يې نټه کوو او غواړي د کفر او ايمان ترمنځ لار غوره کړي، هغوی هسې وهم کوي چې دغه لار به يې خوندي کړي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ