سورت 4 · جزء 5

سورة النساء · 4:117

إِنْ يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا إِنَاثًا وَإِنْ يَدْعُونَ إِلَّا شَيْطَانًا مَرِيدًا

4-117 دوى له هغه (الله) نه غیر نه بلي مګر ښځې (ښځنومي بتان) او دوى نه بلي مګر سركښه شیطان

تفسیر

عبادت نه کوي دا مشرکان او نه رابلي د الله تعالی سره مګر بوتان چې نومولې يې دي د زنانه و په نومونو لکه لات او عزی، چې هیڅ فایده یې نه شوه وررسولی او نه یې ترې ضرر دفع کولی شو، او عبادت یې نه کاوه په حقیقت کې مګر د شیطان چې وتلی د الله تعالی د تابعدارئ څخه چې هیڅ خیر پکې نشته؛ ځکه چې همدغه شیطان دوی ته د بوتانو په عبادت امر کړی دی.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ