سورت 39 · جزء 24
سورة الزمر · 39:60
وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ تَرَى الَّذِينَ كَذَبُوا عَلَى اللَّهِ وُجُوهُهُمْ مُسْوَدَّةٌ ۚ أَلَيْسَ فِي جَهَنَّمَ مَثْوًى لِلْمُتَكَبِّرِينَ
39-60 او د قیامت په ورځ به ته هغه كسان ووینې چې په الله يې دروغ تړلي وو، په داسې حال كې چې د دوى مخونه به تك تور كړى شوي وي، ایا په دوزخ كې د تكبر كوونكو لپاره ځاى نشته!
تفسیر
او د قيامت په ورځ به هغه خلک ووينې چې الله ته يې د شريک او بچي په نسبت کولو سره درواغ ويلي، مخونه به يې تور وي، د هغوی د بدبختۍ د نښې په توګه، آيا پر الله او د هغه پر رسولانو د ايمان راوړلو څخه لويي کوونکو ځای دوزخ نه دی؟! ولې نه، له شک پرته په دوزخ کې هغوی لره ځای دی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ