سورت 38 · جزء 23
سورة ص · 38:66
رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا الْعَزِيزُ الْغَفَّارُ
38-66 چې رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، چې ډېر غالب، ښه بخښونكى دى
تفسیر
او هغه دی رب د آسمانونو او رب د ځمکې او رب د هغه څه چې د دې دواړو تر منځ دي، او هغه په خپل هغه سلطنت کې برلاسی دی چې هېڅوک پرې نشي برلاسه کېدلای، او هغه د توبه کوونکو بندګانو زیات توبه قبلوونکی دی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ