سورت 36 · جزء 23
سورة يس · 36:41
وَآيَةٌ لَهُمْ أَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّيَّتَهُمْ فِي الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ
36-41 او د دوى لپاره لویه نښه داده چې بېشكه مونږ د دوى اولاد په ډكه بېړۍ كې سواره كړي دي
تفسیر
او همدا راز دوی ته د الله په یووالي بله نښه او د هغه لورینه په خپلو بندګانو داده چې مونږ سپاره کړل هغه خلک چې د طوفان څخه ژغورل شوي وو د آدم له نسل څخه د نوح په زمانه کې، د مخلوقاتو څخه ډکه بېړۍ کې، بېشکه الله تعالی پکې له هر جنس څخه جوړه سپاره کړل.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ