سورت 30 · جزء 21

سورة الروم · 30:38

فَآتِ ذَا الْقُرْبَىٰ حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ ۚ ذَٰلِكَ خَيْرٌ لِلَّذِينَ يُرِيدُونَ وَجْهَ اللَّهِ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

30-38 نو ته رشته دار ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته، دغه د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دي چې د الله مخ غواړي، اوهمدغه خلق پوره كامیاب دي

تفسیر

نو اې مسلمانه! د خپلوۍ څښتن ته هغه ښېګڼه او خپلوي پالنه ورکړه چې وړ يې دی او اړمن ته هغه څه ورکړه چې اړتيا يې پوره کړي او هغه بې وزله ته څه ورکړه چې له ښاره يې لار پرې شوې وي، په دغو لارو کې ورکړه د هغو خلکو لپاره غوره ده چې د الله رضا غواړي، او هغه کسان چې دغه مرسته او حقوق وړاندې کوي همهغوی د هغه جنت په ترلاسه کولو - چې لټوي يې او هغې سزا څخه په خونيتوب چې ترې وېريږي - بريالي دي.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ