سورت 24 · جزء 18

سورة النور · 24:4

وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاءَ فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا ۚ وَأُولَٰئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ

24-4 او هغه كسان چې په پاكدامنو ښځو تهمت لګوي، بیا څلور ګواهان رانه ولي، نو تاسو دوى اتیا دُرې ووهئ او هېڅكله هم د دوى ګواهي مه قبلوئ او همدغه كسان فاسقان دي

تفسیر

او هغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو د زنا تور لګوي (او پر پاک لمنو سړيو تور هم همدا حکم لري) بيا د زنا پر تور څلور شاهدان رانه ولي؛ نو ای واکمنانو هغوی اتيا درې ووهئ او هيڅکله يې شاهدي مه منئ دغه کسان چې پر پاک لمنو ښځو تور لګوي هغوی د الله له پيروي وتلي دي.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ