سورت 24 · جزء 18
سورة النور · 24:39
وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّىٰ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِنْدَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ ۗ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ
24-39 او هغه كسان چې كافران شوي دي، د هغوى عملونه د سراب (شګې ګل) په شان دي چې په هوار ډاګ كې دي، تږى په هغه باندې د اوبو ګمان كوي، تر دې چې كله ده ته راشي، نو دغه هېڅ شى ونه مومي او په خپلې خوا كې الله ومومي، نو هغه به ده ته د ده حساب پوره وركړي، او الله ډېر ژر حساب والا دى
تفسیر
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، د هغوی هغه اعمالو لره چې کړي يې دي هيڅ ثواب نشته، د ځمکې په ژوره برخه کې د هغه رېګ غوندې دي چې تږي ته ښکاري او هغه د اوبو ګومان پرې کوي؛ نو ورځي، کله چې ورشي او ورته ودريږي هيڅ اوبه نه مومي، همدارنګه کافر دا ګومان کوي چې د هغه عمل به ګټه ورته ورسوي، خو کله چې مړ شي او راپورته کړل شي، هيڅ ثواب به ونه مومي، خپل پالونکی به خپلې لورې ته ومومي چې د هغه د عمل بشپړ حساب به ورکړي او الله ژر حساب اخېستونکی دی.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ