سورت 21 · جزء 17

سورة الأنبياء · 21:79

فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ ۚ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا ۚ وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ ۚ وَكُنَّا فَاعِلِينَ

21-79 نو مونږه سليمان ته هغه (فیصله) وښودله او مونږ (دوى) هر یو ته حكم او علم وركړى و، او مونږ د داود سره غرونه تابع كړي وو چې تسبیح به يې ویله او مرغان (هم) او مونږ (د داسې كارونو) كوونكي وو

تفسیر

نو ومو ښودله هغه فېصله سلېمان ته پرته د هغه له پلاره، او هر یو ته د دې دواړو څخه مونږ ورکړې وه پېغمبري او پوهه د دین د احکامو، یوازې سلېمان ته مو نه وه ورکړې، او تابع کړي مو وو داود سره غرونه چې تسبېح به یې ویله د هغه د تسبېح وېلو سره، او تابع کړي مو وو ده لره مرغان، او مونږ کوونکي وو دې ښودنې، فېصلې کولو، پوهې لرلو او تابع کولو لره.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ