سورت 2 · جزء 1
سورة البقرة · 2:85
ثُمَّ أَنْتُمْ هَٰؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَىٰ تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ ۚ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ
2-85بيا هم تاسو هغه كسان يئ چې خپل ځانونه وژنئ، او خپله يوه ډله د هغوى له كورونو نه وباسئ، په ګناه او ظلم سره د هغوى په خلاف د يو بل مدد كوئ، او كه چېرې هغوى تاسو ته بنديان راشي، نو د هغوى (دخلاصون لپاره) فديه وركوئ، حال دا چې شان دا دى چې پر تاسو باندې د هغوى وېستل حرام دي، ايا نو د كتاب پر ځينې (حكمونو) ايمان راوړئ او پر ځينو يې كافر كېږئ؟ نو د دغه كس څه سزا ده چې په تاسو كې دا كار كوي مګر په دنيايي ژوند كې ښه رسوايي او د قيامت په ورځ به تر ټولو سخت عذاب ته ورګرځولى شي، او الله له هغه څه نه چې تاسو يې كوئ كله هم غافل نه دى
تفسیر
بیا تاسو د دې ژمنې مخالفت وکړ؛ نو یو بل وژنئ او وباسئ تاسو خپله یوه ډله له خپلو کورونو څخه چې په تېري او زیاتي سره د دوي پر ضد د دښمنانو څخه مرسته غواړئ، او کله چې تاسو ته د دښمنانو په لاسونو کې بندیان راشي نو تاسو کوښښ کوئ چې د دوی فدیه ورکړئ او له بند څخه یې خوشې کړئ، سره له دې چې د دوی له کورونو څخه ویستل هم تاسو ته ناروا وو، پس څرنګه تاسو د تورات په ځېنو احکامو باور لرئ چې د فدیې وجوب دی، او ځېنې نور احکام یې نه منئ چې د وینو ساتنه او یو بل له کوره ویستل دي؟! پس د داسې کس لپاره بله سزا نشته پرته له دې چې د دنیا په ژوند کې سپک او ذلیل وي او په آخرت کې به سخت عذاب ته وروګرځي، او الله تعالی د هغه کړنو څخه چې تاسو یې کوئ بې پروا نه دي، بلکې ترې خبر دی، او زر ده چې د دې سزا به درکړي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ