سورت 2 · جزء 1

سورة البقرة · 2:80

وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً ۚ قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ ۖ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ

2-80او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را ونه رسېږي، ته (ورته) ووايه: ايا تاسو له الله نه څه وعده اخيستې ده؟ (كه داسې وي)، نو الله به كله هم د خپلې وعدې خلاف ونه كړي، بلكې تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ(اړوئ) چې تاسو پرې نه پوهېږئ

تفسیر

او په دروغو او غرور سره دوی وویل: هیڅکله به مونږ ته د دوزخ اور ونه رسېږي او نه به دوزخ ته ننوځو مګر لږې ورځې، ته دوی ته ووایه -ای پېغمبره-: آیا تاسو په دې خبره د الله تعالی څخه کلکه ژمنه اخیستې ده؟ نو که چېرې داسې وي بیا خو الله تعالی د خپلې ژمنې مخالفت نه کوي، یا تاسو -په دروغه- په الله تعالی باندې هغه څه تړئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ؟

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ