سورت 2 · جزء 1

سورة البقرة · 2:76

وَإِذَا لَقُوا الَّذِينَ آمَنُوا قَالُوا آمَنَّا وَإِذَا خَلَا بَعْضُهُمْ إِلَىٰ بَعْضٍ قَالُوا أَتُحَدِّثُونَهُمْ بِمَا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ لِيُحَاجُّوكُمْ بِهِ عِنْدَ رَبِّكُمْ ۚ أَفَلَا تَعْقِلُونَ

2-76او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وايي: مونږ ايمان راوړى دى او كله چې د دوى ځينې له ځينو نورو سره يواځې شي (بيا) وايي: ايا تاسو دوى (مومنانو ) ته هغه خبرې بيانوئ چې الله تاسو ته ښودلي دي؟ د دې لپاره چې پر تاسو باندې په دغو (خبرو) سره د خپل رب په وړاندې غالبه شي، ايا نو تاسو عقل نه لرئ!

تفسیر

د یهودیانو د تناقضاتو او دوکو څخه دا هم دي چې کله ځېنې له دوي څخه له مومنانو سره یو ځای شي نو د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې اعتراف کوي او د هغه د رسالت تصدیق کوي او په دې تورات هم ګواهي ورکوي، لیکن کله چې دوی له خپلو یهودیانو سره یو ځای شي نو د دې اعترافونو په اړه یو بل ملامتوي؛ ځکه مسلمانان د نبوت د تصدیق په اړه د دوی په دې اعترافونو پر دوي حجت قائموي.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ