سورت 2 · جزء 1

سورة البقرة · 2:68

قَالُوا ادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُبَيِّنْ لَنَا مَا هِيَ ۚ قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَا فَارِضٌ وَلَا بِكْرٌ عَوَانٌ بَيْنَ ذَٰلِكَ ۖ فَافْعَلُوا مَا تُؤْمَرُونَ

2-68هغوى وويل: زمونږ لپاره له خپل رب نه دُعا وغواړه چې مونږ لپاره واضحه كړي چې هغه (غوا) څنګه ده؟ هغه وويل: يقينًا هغه وايي چې بېشكه هغه يوه داسې غوا ده چې نه زَړه ده او نه نوې ځوانه، (بلكې) د دې دواړو په مينځ كې مِيانَه حاله ده، نو هغه كار وكړئ چې تاسو ته يې حكم كېږي

تفسیر

دوی موسی علیه السلام ته وویل: له الله تعالی څخه وغواړه چې د هغې غوا پوره صفات مونږ ته بیان کړي د کومې غوا د حلالولو امر یې چې مونږ ته کړی دی، پس هغه ورته وویل: بېشکه الله تعالی وایي: دا داسې غوا ده چې نه د ډېر عمر ده او نه وړه ده، بلکې د دې دواړو تر منځ ده، پس د خپل رب امر منلو کې بېړه وکړئ.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ