سورت 2 · جزء 2
سورة البقرة · 2:250
وَلَمَّا بَرَزُوا لِجَالُوتَ وَجُنُودِهِ قَالُوا رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
2-250 او كله چې هغوى د جالوت او د هغه د لښكرو د مقابلې لپاره (میدان ته) راووتل، ويې ويل: اى زمونږه ربه! راخوشې كړه پر مونږ باندې صبر، او زمونږ قدمونه ټینګ (كلك) كړه، او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه
تفسیر
او هر کله چې هغوئ له جالوت سره د مخامخ کېدو لپاره ووتل الله تعالی ته یې دعا وکړه او ویې ویل: ای زمونږه ربه! زمونږ زړونو ته صبر را په برخه کړه او زمونږ قدمونه ټینګ کړه، ترڅو نه تېښته وکړو او نه د هغوی پر وړاندې ماته وخورو، او په خپل قوت او تایید سره مونږ پر کافر قوم برلاسي (کامیاب) کړه.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ