سورت 18 · جزء 16

سورة الكهف · 18:94

قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَىٰ أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا

18-94 دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟

تفسیر

دوی وویل: ای ذو القرنین! بیشکه یاجوج او ماجوج (چې دا د بنې آدمو څخه دوه لوی امتونه دي) فساد کوونکي دي په ځمکه کې د هغو مرګونو او فسادونو په وجه چې دوی ئې کوي، نو آیا مونږ نه راجمع کوو تا لره څه مال په دې شرط چې ته جوړ کړي زمونږ او د دوی ترمنځ یو دیوال؟.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ