سورت 18 · جزء 16
سورة الكهف · 18:90
حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ مَطْلِعَ الشَّمْسِ وَجَدَهَا تَطْلُعُ عَلَىٰ قَوْمٍ لَمْ نَجْعَلْ لَهُمْ مِنْ دُونِهَا سِتْرًا
18-90 تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (، نو) دغه (لمر) يې ومونده چې پر داسې قوم راخېژي چې مونږ هغوى ته د دغه (لمر) په وړاندې كومه پرده نه وه ګرځولې
تفسیر
او هغه ولاړی تردې چې د لمرختو لوري ته د سترګو تر ليدو ورسېدی، لمر يې وليد چې پر داسې يو قوم را خېژي چې هغوی لره مو له لمر څخه د خونديتوب کورونه او د ونو سيوری نه وو ګرځولي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ