سورت 18 · جزء 16

سورة الكهف · 18:78

قَالَ هَٰذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ ۚ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِعْ عَلَيْهِ صَبْرًا

18-78 ده وویل: دا زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې (د) بېلتون (وخت) دى، ژر به زه تا د هغو خبرو په حقیقت خبر كړم چې په هغو باندې تا د صبر كولو طاقت ونه كړى شو

تفسیر

خضر -علیه السلام- موسی -علیه السلام- ته وویل: ستا دا اعتراض زما د مزدورۍ په نه اخیستلو د دې دیوال په ودرولو ځای د بیلتون دی زما او ستا ترمنځ، زر دی چې زه به خبر کړم تا په حقیقت د هغه څه چې تا یې طاقت نه لرلو چې په هغه باندې صبر وکړې کله چې تا زه ولیدم چې ما هغه کارونه کول.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ