سورت 18 · جزء 15
سورة الكهف · 18:62
فَلَمَّا جَاوَزَا قَالَ لِفَتَاهُ آتِنَا غَدَاءَنَا لَقَدْ لَقِينَا مِنْ سَفَرِنَا هَٰذَا نَصَبًا
18-62 نو كله چې دوى (له دغه ځایه) تېر شول، (موسٰى) خپل ځلمي ته وویل: ته مونږ ته زمونږ سبا نارى راوړه، بېشكه یقینًا مونږ له خپل دې سفره له ستومانۍ سره مخ شوي يو
تفسیر
پس هر کله چې دواړه د دې ځای نه تیر شول، موسی -علیه السلام- خپل خادم ته وویل: راوړه مونږ ته زمونږ ناشته (صباح ناری)، یقینا مونږ رسېدلي یو د خپل دې سفر نه سخت ستړي والي ته.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ