سورت 18 · جزء 15

سورة الكهف · 18:23

وَلَا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَٰلِكَ غَدًا

18-23 او ته د هېڅ شي په باره كې له سره داسې مه وایه چې بېشكه زه سبا ته د دغه كار كوونكى یم

تفسیر

او ته مه وایه -ای پیغمبره- د یو کار باره کې چې ته یې سبا ورځ کول غواړې: یقینا زه کوونکی یم دې کار لره سبا ورځ؛ ځکه چې ته نه پوهیږې چې آیا ته دا کار کولی شې، او که ستا او د دې کار تر منځ حایل واقع کیږي؟ او هر مسلمان ته دا ښودنه ده.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ