سورت 18 · جزء 15
سورة الكهف · 18:12
ثُمَّ بَعَثْنَاهُمْ لِنَعْلَمَ أَيُّ الْحِزْبَيْنِ أَحْصَىٰ لِمَا لَبِثُوا أَمَدًا
18-12 بیا مونږ دوى له خوبه راپاڅول، د دې لپاره چې مونږ معلوم (څرګند) كړو چې په دوه ډلو كې كومې یوې هغه موده یاده ساتلې ده چې دوى تېره كړې ده
تفسیر
بیا وروسته د دوی د اوږده خوب نه مونږ دوی راویښ کړل د دې لپاره چې وپیژنو -په ښکاره پیژندلو سره- چې کومه یوه د دې دوه جګړه کوونکو ډلو څخه د دوی په وخت تیرولو کې په غار کې ډیر پوهه ده په اندازه د دغې مودې.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ