سورت 16 · جزء 14

سورة النحل · 16:73

وَيَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَمْلِكُ لَهُمْ رِزْقًا مِنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ شَيْئًا وَلَا يَسْتَطِيعُونَ

16-73 او دوى له الله نه غیر د هغو څیزونو عبادت كوي چې د دوى لپاره اختیار نه لري د هېڅ رزق له اسمانونو او ځمكې نه د هېڅ شي او نه دوى طاقت لري

تفسیر

او دا مشرکان بندګي کوي پرته له الله تعالی نه د بتانو، چې دوی طاقت نه لري چې دوی ته روزي ورکړي د هیڅ شي څخه نه د آسمانونو او نه د ځمکې نه، او نه د دوی څخه دا کیدلی شي چې د دې مالکان دي شي؛ ځکه چې دوی جمادات دي چې نه پکې سا شته او نه علم.

په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ