سورت 16 · جزء 14
سورة النحل · 16:69
ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا ۚ يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ ۗ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
16-69 بیا ته خوره له هر قسمه مېوو څخه، نو ته ځه د خپل رب په لارو باندې چې اسانې دي، د دوى له خېټو نه مشروب راوځي چې رنګونه يې مختلف دي، په ده كې د خلقو لپاره شفا ده، بېشكه په دې كې لویه نښه ده د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي
تفسیر
بیا خوره د هرې میوې نه چې ستا خوښه وي، او په هغو لارو لاړه شه چې ستا رب يې تا ته د تللو ښودنه کړې پداسې حال کې چې تاته به تابع وي، راوځي د دې مچیو د خیټو نه شات چې مختلف رنګونه لري، په دې کې سپن او زیړ او نور رنګونه دي، په دې کې خلکو لره شفا ده، چې د مرضونو علاج پرې کوي، یقینا خامخا د مچیو په دې الهام کې او په دې شاتو کې چې د دې د خیټو نه راوځي خامخا دلیل دی د الله تعالی په قدرت او د هغه په تدبیر باندې د خپلو مخلوقاتو چارو لره د هغه قوم لپاره چې فکر کوي، نو خاص دوی هغه څوک دي چې عبرت اخلي.
په لوستونکي کې پرانيزئ - ټوله سوره ولولئ